د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ د مالیزیا هیواد د عمل خیریه بنسټ له مرستیال سره ولیدل
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ ملا عبدالولی ځارنوال )حاجي وراث( ؛ په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هیواد د عمل خیریه بنسټ له مرستیال ښاغلي حاجي جمال الدین الیاس سره ولیدل. په سر کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ مرستیال ته ښه راغلاست او د هغه سره له تعارفي ملاقات څخه د خوشحالۍ ترڅنګ؛ د یاد بنسټ له مسوول څخه وغوښتل چې د مالیزیا هیواد د نورو خیریه بنسټونو په ملتیا؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د کارپنځونې او اشتغال او نورو کاري برخو کې همکاري وکړي. وروسته؛ د مالیزیا هیواد د عمل مرستندویه بنسټ مرستیال ښاغلي حاجي جمال الدین الیاس؛ د یاد بنسټ کاري پلانونو او پروګرامونو په باره کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د عمل خیریه بنسټ یو خصوصي او نادولتی سازمان دی چې د مالیزیا په هیواد کې فعالیت لري او کولای شي چې د مالیزیا هیواد نور مرستندویه بنسټونه یوځای سره راټول کړي او هغوی وهڅوي چې افغانستان ته راشي او په راتلونکی کې دلته د کار ایجادولو او نورو کاري موضوعاتو کې د ا.ا.ا د اقتصاد او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو سره په همغږۍ؛ همکاري او فعالیت ولري. د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ مرستیال؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته د یاد مرستندویه بنسټ سازماني مډال هم ډالۍ کړ، او له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د ۱۰۰۰جلده قرآن شریفونو د ډالۍ کولو ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو لوریو په راتلونکی کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ ترمنځ د همکاریوپر دوام ټینګار وکړ.