د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري لنډ ژوندلیک

 

                              

محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، د ارواښاد مولوي محمد انور صاحب زوی؛ چې په۱۳۶۳هـ ش کال کې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په لوی دائیره کلي کې زیږېدلی او خپلې لومړنۍ زدهکړې یې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په سنګ‌سار کلي کې د خپل مشر ورور مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) په مدرسه کې  خپله له امیرالمؤمنین ملا محمد عمر آخند څخه ترلاسه کړي او ثانوي زده‌کړي یې د دغه ولایت په جهادي مدرسه بشپړې کړې دي.

محترم  الحاج ملا عبدالمنان عمري، د افغانستان اسلامي امارت په تېره واکمنۍ کې د خپل مشر ورور امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمهالله، د کور چارو د انسجام، مسؤلیت او محافظت په غاړه وو.

محترم عمري صاحب، د امریکایي اشغال پرمهال د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ د پالنې او اولادونو د روزنې تر څنګ د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا د غړي په توګه پاتې شو او په هېواد کې یې د اسلامي نظام د تحکیم په موخه د اشغال پر وړاندې د جهاد په دوران کې د دعوت او ارشاد او د شکایتونو د اورېدلو کمیسیونونو د مشرۍ تر څنګ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په مذاکراتو کې هم اغیزمن رول درلود.

محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، له فتحې وروسته د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له لوري د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر په توګه لومړۍ دنده ترسره کړه؛ چې هلته ښې لاسته‌راوړنې درلودي.

 د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ‌الحدیث و القرآن مولوي هبةالله اخندزاده د ۲۳/۶/۱۴۴۴ نیټې؛  ۴۱۷ ګڼې، فرمان په اساس د  ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د جدي په میاشت کې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

الحاج ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت په سرپرستۍ کې هم مثبت فعالیتونه کړي او لاسته‌راوړنې لري؛ چې تر ټوله لویه یې د کار ملي کانفرانس جوړول او ترسره کول وو؛ چې په هغه کې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې، ۱.۵ میلیونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .