د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان سرپرستې سره د کار چارو مرستیال لیدنه

naweed_admin
أحد, مايو 08 2022 4:01 مساء
Q


د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان د کار نړیوالو معیارونو پروژې مسؤلې او سرپرستې میرمن مارګرید سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې لیدنه کې دواړو لوریو د غوره کار پروګرام، کار نړیوالو معیارونو، نړیوالو کنوانسیونونو، د کارفرما، کارګرو او حکومت درې اړخیزه کار شورا اړوند هر اخیزې خبرې و شوې، 
د کار نړیوال سازمان د کار نړیوالو معیارونو پروژې مسؤلې او سرپرستې د خپلو خبرو په ترڅ کې د یاد سازمان پر کړونو او فعالیتونو د کار چارو مرستیال سره معلومات شریک کړل او د اړوند چارو په لا ښه پرمختګ کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د کار نړیوال سازمان مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د بشري مرستو، کارموندنې او بیوزلۍ له منځه وړلو برخو کې کار په نړۍ کې یو له بهترینه خدمتونو څخه یاد کړ. مولوي مخدوم وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو مسؤل شخص په توګه نړیوالو ته خاص پیغام لري او هغه دا چې نړیوال باید د بشري مرستو پرځای له افغانانو سره زیات باید د کارموندنې پروژو برخه کې همکاري و کړي؛ ځکه بشري مرسې موقتي او د افغانانو درد نه شي دوا کولای او باید له افغانانو سره د داسې پروژو په تمویل او را منځ ته کولو کې همکاري و کړي؛ څو په کور دننه او بهر افغانانو ته د کار زمینه برابره او د بیوزلې له منځه وړلو لپاره یوه دایمي حل لاره پيدا شي. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مسؤلینو نه جدي غوښتنه و کړه؛ څو د کار برخه کې د یو یو نړیوال مسؤل سازمان په توګه د یاد سازمان له نورو غړو هیوادونو سره د افغانانو غږ او غوښتنې شریکې او د همکارۍ غوښتنه و کړي. 
مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مسؤلینو سره ژمنه و کړه، چې د وزارت اړوند کاري برخو کې به تل ورسره ښه همغږۍ او همکاري و لري او همدارنګه یې د یاد سازمان د ښې همغمږۍ او نړیوالې همکارۍ غوښتنه و کړه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار