د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزير سره د کار نړيوال سازمان مشر ليدنه

naweed_admin
خميس, يوليو 21 2022 8:41 صباحا
W

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر رامين بهزاد سره خپل کاري دفتر کې وکتل. دغه ليدنه چې د حافظ محمد يعقوب روښان له خوا د قرانکريم په مبارکو آيتونو پيل شوه؛ په کې د دواړو لوريو د رهبرۍ ترڅنګ د وزارت مقام د ټولنيزو چارو سلاکار رياض احمد محمد او د کار تفتيش رئيس بشير احمد راسخ هم ګډون درلود. دې ليدنه کې د کار نړيوال سازمان مشر په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان د فعاليتونو اړوند معلومات وړاندې کړل و يې ويل: «د کار نړيوال سازمان په ۲۰۰۳ کال افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړ او په افغانستان کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت زموږ ستراتيژيک همکار دی؛ موږ له کار او ټولنيزو چارو وزارت او ټولنيزو شريکانو سره د کارګرو حقوقو، ظرفيت سازۍ او کاري قوانينو اړوند کار کوو.» د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د کار نړيوال سازمان مشر ته چې د ايران هيواد طبعه وه؛ د ښه راغلاست ترڅنګ ايران د افغانستان ښه ګاونډی ياد کړ او د جهاد په دوران کې يې د افغان مهاجرو سره د هغوی له همکارۍ څخه مننه وکړه. ملا عبدالولي څارنوال همدارنګه د کار نړيوال سازمان له لوري په ذکر شويو برخو کې د هغوی همکاري اړينه و بلله زياته يې کړه چې د ۱۳۵۷ څخه تر ۱۴۰۰ کال( جهاد دوران) پورې هيواد له سختو ستونزو سره مخامخ وو او د اشغال په دوران کې هم د هيواد زياتو اقتصادي او کاري برخو ته زيان واوښتو. نوموړي وويل چې بيکاري، فقر او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې له تير نظام څخه موږ ته په ميراث را پاتې دي. ښاغلي حاجي وارث زياته کړه چې د ا.ا په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو په هيواد کې د بيکارۍ له منځه وړلو، ګدايګرو را ټولولو او روږدو کسانو لپاره د صحي، فني او حرفوي زده کړو خدمتونو وړاندې کولو برخو کې جدي کار کوي او د دې ټولو برخو لپاره عملي طرحې هم جوړې شوي دي. دغه ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ د کارګرو حقوقو، ټولنيزو شريکانو او بيکارۍ سطحې را کمولو اړوند هر اړخيز بحث او په دوه اړخيزه همکارۍ ټينګار و شو.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار