د کار د چارو مرستیال وزیر د خپل سفر په لړ کې سمنګانو ولایت ته ورسید.

naweed_admin
خميس, أكتوبر 06 2022 8:08 مساء
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو مرستیال وزیر الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام‌ سعادت چې د یو پلاوی په مشرۍ د هیواد شمال ته سفر کړې دي؛ نن د سمنګانو ولایت مرکز ایبک ښار ته ورسید.

په سر کې د کار د چارو مرستیال وزیر د سمنګانو والي، رییسانو، د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ځینو کارکوونکو، همکاره مؤسساتو او د دولایت له مسوولانو  سره ولیدل.
سنمګان ولایت او په ټوله کې د هیواد شمال ته، د کار د چارو مرستیال د خپل سفر موخې: اداري خڼډونه ته رسیدنه، د سیمینارونو وړاندې کول، د سمنګان ولایت په محلي ادارو کې د کاري بهیر څخه څارنه په ګوته کړي او زیاته یې کړه چې په ولایاتو کې د نظام مسوولین باید د اسلام ستر پیغمبر (ص) اخلاق خپله الګو وګرځوي او د شریعت اصولو او همداراز د اسلامي انقلاب د شهیدانو وینو په نظر کې نیولو سره ګام واخلي.
مولوي مخدوم یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې کاري غفلت او له خلکو سره نامناسب چلند د منلو وړ نه ده؛ اړتیا ده چې مسوولانه او جدي کار او هڅه په کار واچوو ترڅو د شهیدانو وینو ته درناوی شوې وي، ځکه خلکو ته صادقانه خدمت د شهیدانو له آرمانونو څخه وو.
مولوي مخدوم ټول مأمورین او کارکوونکی د اسلامي نظام ترچتر لاندې صادقانه او مخلصانه کار ته راوبلل او زیاته یې کړه چې موږ د اسلامي امارت نظام د ټینګښت لپاره خپل سرونه په ورغوي کې ونیول او له ستاسو غواړو چې خپل مسوولیتونه په صادقانه او مخلصانه توګه ادا کړئ.
د ویلو وړ ده چې د کار د چارو مرستیال وزیر د سمنګانو والي سره په یوه بیله لیدنه کې د یوې شفافه او ځواب ویونکی اداری په درلودلو ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار