د کار او ټولنيزو چارو وزارت دريوو مؤسسو او د امام خميني د مرستو کميټې سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړل

naweed_admin
سبت, أكتوبر 22 2022 6:22 مساء
E

دغه تفاهم ليکونه نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او د يادو مؤسسو مشرانو او استازو تر منځ لاسليک شول. 
د دغو هوکړه ليکونو له مخې؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ځوانانو روغتيايي او پرمختيايي مؤسسې سره د زيانمن شويو، له قاچاق سره مخ او بې سرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ؛ د حق خيريه بنسټ سره د پروان ولايت د دولتي روزنتون د اعاشوي مصارفو اړوند د همکارۍ؛ د آرزوی آينده خيريه مؤسسې سره د ميرزا حکيم روزنتون د فعاليت تمديدو او ارزوی آينده د انجونو روزنتون جوړولو اړوند همکارۍ او د امام خميني د مرستو کمېټې مسؤلينو سره د فني، حرفوي زده کړو او اړمنو کسانو څخه د ملاتړ برخو کې جلا جلا هوکړه ليکونه لاسليک کړل. 
د تفاهم ليکونو د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادو مؤسسو له مسؤلينو او استازو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليکونو او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي او د خپلو کړنو څخه وخت په وخت وزارت ته کاري راپور ورکړي. 
د تفاهم ليکونو د لاسليک کولو پر مهال د يادو مؤسسو استازو د مؤسسو د فعاليت او خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د حکومت همکاري اړينه و بلله او په دې برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه مننه وکړه؛ ژمنه يې وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او اړوندو مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته وړي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار