د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، د دې وزارت د ولایتي رئیسانو لپاره د کاري سمون او همغږۍ سمینار په وروستۍ ورځ کې ګډون او وینا وکړه.

naweed_admin
خميس, يونيو 15 2023 10:09 صباحا


د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، د دې وزارت د ولایتي رئیسانو د کاري سمون او همغږۍ سمینار په وروستۍ ورځ کې ګډون او وینا وکړه.
ناسته کې چې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف هم حضور درلود، د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزیر خپله وینا کې ولایتي رئیسانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې هغوی دې  وکولی شي ترڅو له سیمینار څخه خپل برداشتونه او لاسته راوړنې په خپلو ورځنیو چارو کې تطبیق او هم دې له خپلو مربوطه کارکوونکو سره شریکې کړي.
ښاغلي ملا عبدالمنان عمري ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې وویل: دا چې د دې وزارت کاري ساحه د یتیمانو په ګډون د ټولنې مظلومو طبقو پورې تړلې ده؛ نو زمونږ ټولو ګډ مسؤلیت دی چې په ټول توان سره خپلو ولسونو ته لازم خدمات وړاندې کړو. همداراز يې ټینګار وکړ چې مقرریو کې دې وړ او مستعدو  اشخاصو ته لومړیتوب او هغوی دې جذب او استخدام شي، ښاغلي عمري د خپلو خبرو په دوام وویل: بهرنیو هېوادونو ته د  ماهرو افغان کار ګرانو د لېږد په اړه هم د ځينو هېوادونو له استازو سره په اړیکه کې یو او خپله ټوله هڅه به په  کار واچوو چې د دې پروسې عملي کار پیل شي ترڅو په دې برخه کې وطنوالو ته ښه زیری ولرو.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر  د ځينو موسساتو د فعالیتونو په اړه هم وینا درلوده او له مسؤلینو يې و غوښتل په هغه صورت کې چې د مؤسساتو ټول فعالیتونه د ریاست الوزرا مقام څخه د تایید شوي طرزالعمل سره موافق وي هغوی سره دې همکاري وکړي او هم دې د مرستو د وېش په وخت کې عدالت له پامه نه غورځوي، په همدې توګه يې د دې وزارت په تشکیل کې د کار انستیتیوت د رامنځته کېدو څخه چې په نژدې وخت کې به په فعالیت پیل وکړي هم خبر ورکړ او د جوړېدو موخه يې د مسلکي، مجربو او په کار پوه اشخاصو روزل وبلل. په پای کې یې سپارښتنه درلوده، چې اړونده رياستونه دې ولسونو ته د صادقانه خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.
ور پسې د ولایتي رئیسانو په استازولۍ،  د کاپيسا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئیس مولوي عزت الله عارف خبرې وکړې او د وزارت مقام څخه يې د سمینار د جوړېدو په اړه مننه او قدر داني وکړه او په راتلونکي کې د داسې نورو برنامو د دایرېدو غوښتونکی شو او د ولایتي ریاستونو اړوند ځينې وړاندیزونه او  ستونزې یې شریکې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سرپرست څخه يې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه چې د ښا غلي ملا عبدالمنان عمري لخوا د امکان تر بریده د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار