د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال له یو شمیر ګنګیانو سره ولیدل

naweed_admin
ثلاثاء, أغسطس 01 2023 7:52 صباحا
R

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د شمالي ولایتونو یو شمیر ګنګیانو او د هغو استازې سره ولیدل.
 کتنه کې لومړۍ د شمالي ولایتونو د ګنګیانو استازي ذبیح‌الله قهرمان په خپلو خبرو کې له مولوي حقبین سره خپلې ستونزې شریکې او زیاته یې کړه چې اوس‌مهال بیکاري او بیوزلي د هغوی له عمده ستونزو څخه دي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه څخه وغوښتل چې د هغوی حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین هم په خپلو خبرو کې د هیواد د دې مظلوم قشر، ستونزو ته د پوره پاملرنې ژمنه وکړه او وویل چې ستاسو غږ به د افغانستان اسلامي امارت تر مسوولینو پورې هم رسوم.
مولوي حقبین څرګنده وکړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به خپلو ولایتي ریاستونو ته هدایت ورکړې چې په ټول هیواد کې د ګنګیانو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي او د کورنیو او بهرنیو مؤسساتو په مرسته ورته د فن او حرفې د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو د بیکارۍ ستونزه یې تر یوه بریده حل شي.
په پای کې د ګنګیانو یادې ډلې له مولوي حقبین سره د خپل لاسي صنعیت او زیار یوه په زړه‌پورې بیلګه شریکه کړه چې د هغوی استعدادونو او وړتیاوو ښکاروندی وه او مولوي حقبین د هغوی هڅې وستایلې او له ډالۍ څخه یې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار