د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال له یو شمیر ګنګیانو سره ولیدل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د شمالي ولایتونو یو شمیر ګنګیانو او د هغو استازې سره ولیدل.
کتنه کې لومړۍ د شمالي ولایتونو د ګنګیانو استازي ذبیحالله قهرمان په خپلو خبرو کې له مولوي حقبین سره خپلې ستونزې شریکې او زیاته یې کړه چې اوسمهال بیکاري او بیوزلي د هغوی له عمده ستونزو څخه دي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه څخه وغوښتل چې د هغوی حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دینمحمد حقبین هم په خپلو خبرو کې د هیواد د دې مظلوم قشر، ستونزو ته د پوره پاملرنې ژمنه وکړه او وویل چې ستاسو غږ به د افغانستان اسلامي امارت تر مسوولینو پورې هم رسوم.
مولوي حقبین څرګنده وکړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به خپلو ولایتي ریاستونو ته هدایت ورکړې چې په ټول هیواد کې د ګنګیانو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي او د کورنیو او بهرنیو مؤسساتو په مرسته ورته د فن او حرفې د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو د بیکارۍ ستونزه یې تر یوه بریده حل شي.
په پای کې د ګنګیانو یادې ډلې له مولوي حقبین سره د خپل لاسي صنعیت او زیار یوه په زړهپورې بیلګه شریکه کړه چې د هغوی استعدادونو او وړتیاوو ښکاروندی وه او مولوي حقبین د هغوی هڅې وستایلې او له ډالۍ څخه یې مننه وکړه.