هېواد کې د فنې او حرفوي زده‌کړو د ودې او روزنتونونو کې د غوره ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې دوام لري

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 01 2023 8:24 مساء


د کار او ټولنیزو چاور سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري  له لوري د مؤطفې کميټې غړو،کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو  ریاستونو اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مراکزو او روزنتونونو  د تشو بستونو لپاره د مسلکي استادانو د جذب په موخه آزموینه واخیسته.
د یادو ولایتونو د فني او حرفوي زده‌کړو مراکزو او روزنتونونو  د ۳۰ تشو بستونو لپاره چې ۱۳۳تنه شارت لیست شوي وو، د هغوی آزموینه ترسره شوه چې په هغې کې به د کار او ټولنیزو چارو وزات د مؤظفې کمیټې او هم د اړونده ریاستونو د مسؤلینو له لوري په شرایطو برابر اشخاص تر بریا وروسته په ګوته او د هغوی د استخدام وړاندیزونه به د منظورۍ په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مقام سره شریک او تر هغې وروسته به خپلو دندو ته وپېژندل شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې په ټول هېواد کې د دې پروسې د تطبیق موخه  د مسلکي استادانو استخدام، فني او حرفوي زده‌کړو ته د ځوانانو لاسرسی او په روزنتونونو کې د شاملو ماشومانو لپاره د ښو او غوره ښوونیزو خدمتونونو وړاندې کول دي . چې دې سره به ځوانان وتوانیږي چې د ماهرو کارګرو په صفت د کار بازار کې شامل شي او له دې لارې له خپلو کورنیو  ته  د حلالې نفقې زمینه برابره کړي او هم به د اقتصاد په برخه کې اغیزمن واقع شي، ترڅنګ به یې په روزنتونونو کې ماشومان په اسلامي روحیه سمبال او د یوسالم انسان په توګه به ټولنې ته تقدیم شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 24 2025 3:53 مساء
Background image

توزيع أدوات العمل على 216 من المحتاجين والفقراء في كابول

بفضل جهود وزارة العمل والشؤون الاجتماعية وبالتنسيق شركائها، تم توزيع أدوات عمل على 216 شخصاً من المحتاجين والفقراء الذين تم تحديدهم من خلال مسح خاص في مديرية شكردرة بمحافظة كابول، وذلك. . .

اثنين, أغسطس 18 2025 2:23 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس عام للبنك الأفغانستان

بهدف متابعة تعهدات المؤتمر الوطني للعمل، وتعزيز وتنمية المشاريع الصغيرة والمتوسطة في المجتمع، وتوفير المزيد من التسهيلات للمستثمرين المحليين والأجانب، التقى معين الشؤون العمل الحاج. . .

اثنين, أغسطس 11 2025 8:48 صباحا
Background image

تخرج 126 شخصاً من التعليم الفني والمهني في محافظة لوجر

 

شارك معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مراسم تخرج الشباب من المركز التعليم الفني والمهني التابع للوزارة في محافظة لوجر وألقى كلمة. . .

باز گشت به اخبار