تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون هم ۱۱۴۳ تنه بیا راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړل

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 15 2023 11:40 صباحا

د افغانستان اسلامي امارت له لورې راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم لپاره توظیف شوې کمیټې او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون سهشنبه هم ۱۱۴۳تنه  بېرته راستانه شوي هېوادوال د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو په پار په سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو کسانو کې۸ تنه د قرآن عظیمالشان حافظان، ۱۳ تنه بکلوریا، ۳ تنه فوقبکلوریا، ۲ تنه لسانس، ۱۲۰ تنه فني او حرفوي کارګران او ۹۹۴ تنه غریبکار هېوادوال شامل دي.
یاد تخنیکي ټیم په تورخم کې له راستنیدونکو کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو د یوځای کولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسۍ، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او  د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي.
د یادولو وړ ده چې په یادو ۱۱۴۳ تنو کې ۵۶۸ تنه نارینه او ۴۲۶ تنه ښځې شاملې دي.
له پرونیو ارقامو سره په تورخم کې د ثبتشویو راستنیدونکو هیوادوالو شمیر ۷۷۱۱ تنو ته ورسید.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار