تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون هم ۱۱۴۳ تنه بیا راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړل
د افغانستان اسلامي امارت له لورې راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم لپاره توظیف شوې کمیټې او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون سهشنبه هم ۱۱۴۳تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو په پار په سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو کسانو کې۸ تنه د قرآن عظیمالشان حافظان، ۱۳ تنه بکلوریا، ۳ تنه فوقبکلوریا، ۲ تنه لسانس، ۱۲۰ تنه فني او حرفوي کارګران او ۹۹۴ تنه غریبکار هېوادوال شامل دي.
یاد تخنیکي ټیم په تورخم کې له راستنیدونکو کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو د یوځای کولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسۍ، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي.
د یادولو وړ ده چې په یادو ۱۱۴۳ تنو کې ۵۶۸ تنه نارینه او ۴۲۶ تنه ښځې شاملې دي.
له پرونیو ارقامو سره په تورخم کې د ثبتشویو راستنیدونکو هیوادوالو شمیر ۷۷۱۱ تنو ته ورسید.