تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون ۸۴۱ تنه بیا راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړل

naweed_admin
اثنين, نوفمبر 20 2023 8:39 صباحا


د افغانستان اسلامي امارت له لوري د راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم کمیټې سره په هم‌غږۍ او  د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوي تخنیکي ټیم پرون شنبه  ۸۴۱ تنه  بېرته راستانه شوي هېوادوال د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو په پار په سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو راستانه شویو هېوادوالو کې  د قرآن عظیم‌الشان حافظان، بکلوریا، فوق بکلوریا، لسانس، او ماسټر کسان، فني او حرفوي کارګران او  غریب‌کار هېوادوال شامل دي.
یاد تخنیکي ټیم په تورخم کې له راستنیدونکو کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو د یوځای کولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسي، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او  د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي..
د یادولو ده چې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د تخنیکي ټيم له لوې تر پرون شنبې ورځ پورې  ۱۰۹۵۳ تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت شويدي.

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار