تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون ۸۴۱ تنه بیا راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړل
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم کمیټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوي تخنیکي ټیم پرون شنبه ۸۴۱ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو په پار په سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو راستانه شویو هېوادوالو کې د قرآن عظیمالشان حافظان، بکلوریا، فوق بکلوریا، لسانس، او ماسټر کسان، فني او حرفوي کارګران او غریبکار هېوادوال شامل دي.
یاد تخنیکي ټیم په تورخم کې له راستنیدونکو کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو د یوځای کولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسي، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي..
د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټيم له لوې تر پرون شنبې ورځ پورې ۱۰۹۵۳ تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت شويدي.