بهرنیو وګړو ته د کار جواز د وېش د څرنګوالي په اړه د هم‌غږۍ ناسته وشوه

naweed_admin
ثلاثاء, يناير 23 2024 9:39 صباحا
R

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان‌آغا پخپل کاري دفتر کې د بهرنیو چارو، مالیې او اقتصاد وزارتونو  استازو سره، بهرنیو وګړو ته د کار جواز د وېش د څرنګوالي په اړه د هم‌غږۍ ناسته ترسره کړه.
د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان‌آغا مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې: افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر ځوان کاري ځواک لري، له بل پلوه په ډیری مواردو کې لیدل کیږي چې زیات شمېر مؤسسات، خصوصي شرکتونه او کمپنۍ  په لوړو معاشونو بهرني وګړي استخداموي، چې له یوې خوا له هېواده د پانګې د ایستلو سبب کیږي او له بلې خوا د بی‌کارۍ کچې ګراف هم لوړوي. حال دا چې په شرایطو او معیارونو برابر افغان ځوانان له بې‌کارۍ کړيږي او اړینه ده ټولې ادارې په مشترک ډول دې برخې ته پام وکړي او خارجي وګړو ته په هغه صورت کې چې مونږ بدیل ولرو د کار ویزې ورنکړي او په ګمارنو کې افغان ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي ځکه دا چاره کولای شي چې د بی‌کارۍ په مخنیوي کې مثبت اغیز ولري.
په همدې ترتیب د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري قواوو عمومي رئیس مولوي حسین‌احمد مدني هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د بهرنیو وګړو د استخدام د مقررې د شپږم بند مطابق، وروسته له هغې چې په شرایطو برابر، افغان کاریګر په پام کې نیول شویو بستونو ته پیدا نشي، مؤسسات، شرکتونه او شخصي کمپنۍ کولای شي بهرني وګړي دعوت کړي او دا بهرني وګړي مکلف دي چې د ۲ کلونو لپاره په اړونده برخه کې افغانان وروزي.
ورپسې د بهرنیو چارو، ماليې او اقتصاد وزارتونو استازو بهرنیو وګړو ته د کاري ویزو د ورکړې د څرنکوالي، د مؤسساتو، شرکتونو او شخصي کمپنیو له لوري د بهرنیو وګړو د دعوت او د دوی د استخدام اړونده مواردو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان‌آغا د یادو استازو سره په ګډه پرېکړه وکړه: دا چې یاده موضوع ملي او مهمه موضوع ده؛ بناء د دې وزارت له آدرسه دې د متحد المال مکتوب له لارې  له ټولو هغو وزارتونو وغوښتل شي؛ مخکې له دې چې په خپلو کاري ساحو کې بهرنيو وګړو ته  د کاریګر په صفت دعوت ورکړي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت موافقه دې واخلي چې د هغوی د دعوت اړتیا شته کنه؟
په همدې ترتیب پرېکړه وشوه، چې د اقتصاد وزارت دې ټولو مؤسساتو ته مکتوب واستوي؛ ترڅو د بهرنیو وګړو د استخدام څخه مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت موافقه ترلاسه کړي. او له مالیې وزارت وغوښتل شول هغه مؤسسات، شخصي کمپنۍ او شرکتونه چې کاریګر یې بهرني وګړي وي او د کار جوازونه یې نه وي تمدید کړي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سیارو مراقبتي ټیمونو سپارښتنو ته پام نکوي، هغوی سره دې د مالیاتي تصفیې په برخه کې هم‌کاري نکوي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار