د کار چارو معین د کارموندنې اتحادیې له غړو سره وکتل

naweed_admin
ثلاثاء, يناير 30 2024 8:37 صباحا
W

د کار او ټولنیزو چارو  وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا  د خپل کار په دفتر کې د کارموندنې اتحادیې له غړو سره وکتل.
کتنه کې د یادې اتحادیې دوو تنو غړو د نورو په استازولۍ، د کار چارو معین په توګه د مولوي محمد زاهد جان آغا د ګمارل کېدو له امله مبارکي وویله او د اتحادیې د جوړښت، د غړو شرکتونو او فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک او څرګنده کړه له هېواده بهر د افغان کاریګرانو لېږد، چې یوه مهمه موضوع ده او په تېرو وختونو کې پدې رابطه له ځينو هېوادونو سره خبرې هم شوي دي، هیله‌مند یو؛ ترڅو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له آدرسه تعقیب شي. ترڅو بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد د پیل لپاره زمینه برابره شي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له هېواده بهر د افغان کاریګرو د لېږد موضوع د وزارت د رهبرۍ له لوري تعقیب شوې او د قطر او ترکیې هېوادونو له سیاسي نمایندګیو سره ځینې مقدماتي ناستې هم شوي او هیله‌مند یو، چې مثبتو پایلو ته ورسیږو. د کار چارو معین زیاته کړه: په پام کې لرو چې د وزارت په ابتکار د کار ملي کنفرانس جوړ او په هغې کې د راتلونکي لپاره د کارموندنې برخو کې د مختلفو ادارو او په کارپوه اشخاصو وړاندیزونه، تحلیلونه او سپارښتنې واخلو، چې دې برخه کې ستاسو همکاري هم اړینه ده.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار