د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د بوختو کاریګرو د ستونزو د حل په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د یادو پارکونو د انجمن د مسؤلینو ترمنځ، د همغږۍ ناسته ترسره شوه

naweed_admin
أحد, يونيو 30 2024 11:49 صباحا
Q


ناسته کې د وزارت د کار د تفتیش او رهنمايي د رئیس مولوي عبدالمتین مولوي زاده، د دې ریاست د دندو، د استخدام شرایطو، کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش، د کارکوونکو د کاري شرایطو او ایمني مواردو او د دوی د حقوقو او امتیازونو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ؛ د پلچرخي صنعتي پارکونو د ځینو کارکوونکو شکایتونه هم شریک کړل او په یادو برخو کې یې د کار قانون او د کار اړوند مقررو د تطبیق غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د پلچرخي صنعتي پارکونو د انجمن رئیس عبدالجبار صافي په یادو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پاملرنې څخه قدرداني څرګنده او د صنعتي پارکونو د کارکونکو د وضعیت او د هغوی له ځینو ستونزو هم یادونه وکړه او په دې برخو کې یې ځیني وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل په اړه به په ګډه له نږدې کارکوي، ترڅو کاریګرو ته مناسب کاري ماحول برابر او د دوی حقوق او امتیازات حفظ شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار