پکتیا کې د روزنتون له ماشومانو سره د قرطاسيي توکو مرسته وشوه

naweed_admin
خميس, أغسطس 01 2024 10:42 صباحا
E

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو سره د قرطاسیي توکو مرسته وشوه. 
د دې مرستو د وېش پر مهال د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمدرحیم نصرت په خپلو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نورو مسؤلیتونو د ترسره کولو ترڅنګ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ دې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې سربېره د غوره ژوندانه ډېری اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي او له خپلې داخلي بودجې یې تمویلوي. نوموړي همدارنګه وویل: د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو سره مو د اویک همکارې مؤسسې په ملاتړ د دوه قلمه (کتابچو او قلمو) قرطاسیي توکو مرسته وکړه. 
ورپسې د اویک(AWEC)  مؤسسې ولایتي مسئول په خپله لنډه وینا کې وویل: موږ د دې روزنتون په ګډون د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست له اړوندو ډېری ښوونځیو سره د قرطاسیي توکو مرستې کړې دي او په راتلونکې کې به نورې اړینې مرستې هم ترسره کوو.

تازه ترین اخبار

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

ثلاثاء, سبتمبر 23 2025 9:43 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس اتحاد شركات المقاولات

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس اتحاد شركات المقاولات في أفغانستان، حميد الله حبيبي وممثله.

في بداية اللقاء، قدّم رئيس اتحاد شركات المقاولات. . .

باز گشت به اخبار