د کار انسټیټوټ کې د ظرفیت لوړونې د برنامو لړۍ روانه ده

naweed_admin
خميس, سبتمبر 26 2024 9:50 صباحا
د

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټيټوټ کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو استادانو لپاره د قابلیتونو د تثبیت تر عنوان لاندې درې ورځینی روزنیز سیمینار جوړ شو. 
په همدې مناسبت جوړي شوي پروګرام کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټوټ رئیس شریف‌الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسوولیتونو د ترسره کولو سربېره د امارتي او غیر امارتي ادارو د کارکوونکو د غوښتنو په اساس د ظرفیت لوړونې مختلفې لنډمهاله او اوږدمهاله نظري او عملي برنامې په لاره اچولې دي، چې ګڼ شمېر ګډونوال ورڅخه مستفید او د دوی لپاره یې مثبتې پایلې لرلې دي.
نوموړي همدا راز د فني او حرفوي زده‌کړو په مرکزونو کې د قابلیتونو د تثبیت د رغنده او بنسټیز رول او د خپلو راتلونکو برنامو په اړه معلومات شریک او د دې برنامې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه د ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په استفادې د دوی په ورځنیو چارو کې د پام وړ ښه‌والی او د ګټورو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې چټکتیا راشي

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار