بامیانو کې ۱۰۰ تنو یتیمو ماشومانو ته روزنتون او ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو

naweed_admin
خميس, أكتوبر 24 2024 10:15 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ، بامیانو ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په منظور؛ یو باب روزنتون او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېست.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو؛ د ولایتي ادارې ځینو رئیسانو، علمای کرامو او قومي مشرانو حضور درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري زین‌الله مسرور مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره؛ د دې ریاست د فعالیتونو په اړه لنډ معلومات شریک او د روزنتون او فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز د پرانېستلو له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه او هم یې ځینې وړاندیزونه شریک کړل. 
ورپسې د کار چارو معین خپله وینا کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د کفالت او هم  ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د پنځو حرفو د تدریس په منظور د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیزو، چې زیانمنو ماشومانو ته په روزنتون کې د ژوندانه لازم سهولتونه برابر شوي او ځوانان به هم وکولای شي، چې د زده‌کړو د ترلاسه کولو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د فراغت سندونه ترلاسه او د کار بازار ته عرضه شي، چې ټول لګښت به یې د وزارت له بودیجې ترسره او هم به د زده‌کړو بهیر د مجربو استادانو لخوا پرمخ یوړل شي. مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه خپل اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مراکز او روزنتونونه فعال کړي، چې دم‌ګړۍ ګڼ شمېر ماشومان او ځوانان یادو برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.
مولوي محمد زاهد له محلي ادارې سره د بامیانو ولسونو همکاري وستایله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا همکاري لا پراخه او د چارو د ښه پرمختګ او د خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې د بهبود په موخه؛ مختلفو برخو کې له خپلو مسؤلینو سره نظریات او سلا مشورې شرېکې کړي.
په پای کې یې ډاډ ورکړ، چې هڅه به کوي، ترڅو د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري مطرح شویو وړاندیزونو ته د امکان تربریده رسېدنه وکړي.
د یادولو ده چې د بشري قواوو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني او د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي هم په دې سفر کې د کار چارو د معین ملتیا کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, أبريل 05 2026 2:39 مساء
Background image

قدّمت رئاسة التقنين وحقوق العمل 1060 استشارة قانونية مكتوبة وشفهية

بعد عودة حاكمية إمارة أفغانستان الإسلامية، تمكّنت رئاسة التقنين وحقوق العمل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية من تقديم 630 عنواناً من الاستشارات القانونية المكتوبة و430 استشارة. . .

سبت, أبريل 04 2026 1:34 مساء
Background image

في العام الماضي، تمت متابعة يقارب 15000 قضية اجتماعية لأطفال معرضين للخطر

تمكنت رئاسة حماية الطفل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال عام 1404، من متابعة آلاف القضايا المتعلقة بالأطفال، وذلك من خلال تنفيذ برامج دعم واسعة، إضافة إلى تقديم التوعية. . .

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

باز گشت به اخبار