لغمان کې پر ۵۰ تنو کاري وسایل وویشل شول

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 13 2024 7:51 صباحا
لغمان کې پر ۵۰ تنو کاري وسایل وویشل شول


د لغمان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو ۵۰ تنو  هغو مستحقو هېوادوالو ته له یو میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت کاري وسایل وویشل شول، چې د یاد ریاست په همکارۍ او همغږۍ څه موده وړاندې سروې شوي وو.
د یادو توکو د توزیع پر مهال د لغمان ولایت و کار او ټولنیزو چارو رئیس سید جمال‌الدین هاشمي  په خپلو خبرو کې وویل: له نیکمرغه نن ۲۹ کسانو ته د خیاطۍ په حرفه کې ۱۶ قلمه کاري وسایل چې په هغه کې د خياطۍ ماشين، اوتو، ګاز ډبه، د سولر تخته، بکرم او نور لوازم شامل دي وېشل کیږي، چې هر کس ته د وېشل‌شویو وسایلو ارزښت ۱۹۴۷۰ افغانۍ وه.
مولوي هاشمي زیاته کړه: سربېره پردې ۲۱ تنو هغو دوکاندارنو ته هم توکې ووېشل شول، چې د خرڅلاو لپاره يې د کافي اجناسو د اخستلو توان نه درلود، چې په هغه کې هم ۲۷ قلمه توکي شامل وه، چې هر کس ته د وېشل‌شویو اجناسو ارزښت د ۲۵۱۷۰ افغانۍ وو.
په همدې توګه د سرف افغانستان همکاري مؤسسې استازي هم په خپلو خبرو کې وویل: د کار زده‌کوونکې دې د زده‌کړو په جریان کې له یادو وسایلو څخه سالمه استفاده وکړي تر څو په راتلونکې کې د هیواد او هیوادوالو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو جوګه شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار