پکتیکا کې ۱۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روزنتون پرانېستل شو

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 13 2024 10:05 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په منظور، د یوه باب روزنتون پرانېسته وکړه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کار چارو معین خپلو خبرو کې وویل: له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د کفالت او دوی ته د ژوندانه د سهولتونو د اېجاد په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې خپل اړونده روزنتونونه فعال کړي او په کې یې تر ۶ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د اعاشې، اباتې، تعلیم، تربیې او د روغتیایي خدماتو زمینه برابره کړې‌ده، چې په همدې لړۍ کې د پکتیکا ولایت روزنتون پرانېسته مو هم ترسره او دلته به ۱۰۰ تنو ماشومانو ته اړین خدمات وړاندې شي.
مولوي محمد زاهد احمدزي یتیمانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د تنهایۍ او محرومۍ احساس مه کوئ، ځکه د افغانستان اسلامي امارت هر مسؤل په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوي، لاسنیوي او ملاتړ به مو کوي او ستاسو له احوال څخه به ځان خبروي. په همدې ترتیب یې ټینګار وکړ، چې د روزنتون استادان یې د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, أبريل 05 2026 2:39 مساء
Background image

قدّمت رئاسة التقنين وحقوق العمل 1060 استشارة قانونية مكتوبة وشفهية

بعد عودة حاكمية إمارة أفغانستان الإسلامية، تمكّنت رئاسة التقنين وحقوق العمل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية من تقديم 630 عنواناً من الاستشارات القانونية المكتوبة و430 استشارة. . .

سبت, أبريل 04 2026 1:34 مساء
Background image

في العام الماضي، تمت متابعة يقارب 15000 قضية اجتماعية لأطفال معرضين للخطر

تمكنت رئاسة حماية الطفل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال عام 1404، من متابعة آلاف القضايا المتعلقة بالأطفال، وذلك من خلال تنفيذ برامج دعم واسعة، إضافة إلى تقديم التوعية. . .

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

باز گشت به اخبار