د کار چارو معین په افغانستان د کار نړیوال سازمان له رئیس سره تودیعي کتنه وکړه

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 27 2024 9:44 صباحا
c

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار دفتر کې، افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رئیس ډاکټر رامین بهزاد سره تودیعي کتنه وکړه. 
په کتنه کې ښاغلي بهزاد افغانستان کې د دې سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د هغه له تګ وروسته به هم د کار نړیوال سازمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره خپله همکاري او همغږي پیاوړې ساتي او هڅه به کوي، چې په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د بېکارۍ کچې په راټیټولو، ځوانانو ته دکاري فرصتونو او افغانستان کې د غوره کار په ترویج کې مثبت رول ولوبوي. نوموړي همدا راز په افغانستان کې د کاري شرایطو د بهبود او کارموندنې په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وروستي فعالیتونه او هڅې وستایلې. 
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د کار نړیوال سازمان له هلوځلو څخه د مننې سربېره؛ ډاکټر رامین بهزاد ته د ستاینلیک په ورکولو سره په تیرو ۴ کلونو کې افغانستان کې د نوموړي د فعالیتونو قدردانی وکړ او د ژوند په نورو چارو کې ورته د لابریاوو غوښتونکی شو.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار