د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال پر بودیجه د همغږۍ ناسته وشوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین، د خپل کار په دفتر کې د یاد وزارت بودیجوي سکتور له رئیسانو سره د ۱۴۰۴ مالي کال پر بودیجې د همغږۍ ناسته وکړه.
د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین د ۱۴۰۴ مالي کال د بودیجې غوره پلان، د فاع، راتلونکي کال برنامو او د بودیجې د غوره تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته وکړه، د اړوندو مواردو په اړه یې هر اړخیزه بحث او خبرې وکړې.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې د وزارت او دوهیمو واحدونو د شته اړتیاوو څخه یادونه وکړه او د حل په موخه یې سپارښتنې وکړې، تر څو یادې ستونزې حل او د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شې.
