په پکتیا، کندز او بغلان ولایتونو کې ۵۸۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
اثنين, أبريل 21 2025 3:33 مساء
فني او حرفوي زده‌کړې

د پکتیا، کندز او بغلان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو له سلګونو ځوانانو آزموینه واخیستل شوه؛ چې له هغې ډلې ۲۸۰ تنه ځوانانو ته به په پکتیا، ۱۸۰ تنو ته په کندز او همدارنګه ۱۲۰ تنو ته په بغلان ولایتونو کې د خیاطۍ، ترکاڼۍ، نلدوانۍ، ریکشو ترمیم، موبایل ترمیم، برقي وسایلو ترمیم، موبل او فرنیچرو ترمیم او موټرسایکلو ترمیم په حرفو کې  د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي.

 هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په پکتیا کې جوړه شوي وه؛ د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت په خپلو خبرو کې وویل: ۲۸۰ تنه ځوانان به د نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي.
د بغلان و لایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري نصرت‌الله پارسا هم په خپلو خبرو کې وویل: په فني او حرفوي زده‌کړو د بېکاره ځوانانو سمبالول، د یوې هوسا او مرفه ټولنې لپاره ارزښتمن ګام دی.
د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني هم نویو زده‌کوونکو ته په خطاب کې وویل: له شته فرصته په اعظمي توګه ګټه واخلئ؛ ترڅو په راتلونکي کې د کسب او کار څښتن او  خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړئ.
د یادولو وړ ده؛ چې له دې وړاندې هم د کابل په شمول په نورو ولایتونو کې هم سږ کال زرګونه کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمېنه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

أربعاء, فبراير 04 2026 3:29 مساء
Background image

إطلاق العملية الوطنية لتثبيت الكفاءات من قبل وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

بمبادرة من وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، أطلقت ولأول مرة في تاريخ البلاد عملية تثبيت المهن المختلفة.

خلال الاجتماع الافتتاحي للعملية، قال مستشار شؤون العمل والمشرف على رئاسة تثبيت. . .

ثلاثاء, فبراير 03 2026 10:26 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس اللجنة النرويجية لأفغانستان

التقى معين شؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، برئيس اللجنة النرويجية لأفغانستان تاريا مغنوسن واتردال.

في بداية اللقاء، رحّب الحاج. . .

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

باز گشت به اخبار