د عوت او ارشاد ریاست د استازو له لوري د امر باالمعروف او نهې‌عن‌المنکر قانون د غوره تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه

media_admin
سبت, مايو 17 2025 4:06 مساء
د امر باالمعروف او نهې‌عن‌المنکر قانون

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د امر باالمعروف او نهې‌عن‌المنکر قانون د غوره او بهتره تطبیق په موخه د یاد وزارت کارکوونکو ته د یاد قانون مزیدې تشریح لپاره د دعوت او ارشاد ریاست له لوري ناسته تر سره شوه.

ناستې ته د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالولي حماد په ټولنه کې د امر باالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر د اصولو د ترویج، په محمدي شریعت د سیرت او صورت برابرول، د شریعت او اخلاقو مطابق چلند او په ټولنه کې د فاسدو رواجونو او بدعتونو خلاف غږ پورته کولو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او له ټولو کار کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د امر باالمعروف او نهې‌عن‌المنکر قانون په خپل کاري چاپیریال، کورنۍ او ټولنه کې په کُلي شکل عملي کړي او په دې برخه کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا دنده  ده؛ چې نه یوازې د قرآنکریم او نبوي سنتو احکام په ټولنه کې په بشپړ ډول عملي کړي، بلکه د هغوی له غوره تطبیق څخه څارنه هم وکړي.

ورپسې د مهارتونو د پرختیا لوي رئیس مولوي رحیم‌الله صراح په خبرو کې وویل: دا سپیڅلې دنده یواځې د امر باالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر وزارت پورې اړوند نه ده؛ بلکې د ټولو مسلمانانو دنده او مسؤلیت ده، چې په نیکۍ امر وکړي او له بدو څخه خلک منع کړي ترڅو اسلامي ټولنه د اصلاح په لور روانه شي، له هر ډول فساد څخه مخنیوی او ډډه وشي او همداراز عدالت تأمین او خلکو حقوق محفوظ پاتې شي.

په پای کې د ټولنیز مصئونیت آمر مفتي محمد ولي عارفي هم په خپلو خبرو کې د امرباالمعروف اونهی‌عن‌المنکر قانون د اهمیت او په ټولنه کې د هغه د ارزښت په باره کې د خبرو ترڅنګ زیاته یې کړه، چې موږ د امر باالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر قانون هر اړخیز تطبیق ته ژمن یو.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار