د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ظرفیت‌لوړونې دوه روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

media_admin
خميس, مايو 29 2025 8:46 صباحا
Workshop

 

 د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري ولایتي کارکوونکو ته د کار انسټېټوټ له لوري د (کارکوونکو د مسلکي چلند او حسنه اخلاقو) تر عنوان لاندې او د پالیسۍ او پلان ریاست له لوري د «پلان‌ګزارۍ» تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپونو په پای‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر؛ ولایتي کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: د هېواد په اطرافي سیمو کې د ټولنې تر ټولو زیان‌من او مستحق قشر ته د هر ډول خدماتو په وړاندې کولو کې له دیانت، اخلاص او غوره سلوک څخه کار واخلئ، ځکه ډا ډول چلند؛ د دنیوي ګټو سربېره اخروي اجرونه هم لري.
هېره دی نه وي؛ چې د کار انسټېټوټ له لوري د مختلفو  ولایتي ریاستونو کارکوونکو ته د مسلکي اخلاقو په ډولونو، اصولو، د فردي چلند په اصلاح، ټولنیز نظم ټینګښت، د عدالت او انصاف ترویج، اعتماد او همکارۍ رامنځته کول، الهي رضا حاصلولو او د انساني کرامت ساتنې په اړه څلور ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.
 همداراز د پالیسۍ او پلان ریاست له لوري هم هدف ته رسېدل، د منابعو منظم استعمال، ستونزو ته مخکې له وخته حللارو موندل، همغږي رامنځته کول، د کار د کیفیت لوړول، تصمیم نیول او د خطرونو کمولو د اصولو په اړه  هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د ورکشاپ په پای کې د کار بازار مطالعې ریاست له لوري؛ په مرکز او ولایاتو کې سږ کال تر سره شوې مطالعې ټول جزئیات، ارقام او معلومات؛ او دا چې کوم ولایت په کومو برخو کې کومو، حرفو، خدماتو او سهولتونو ته ضرورت لري؛ له ولایتي کارکوونکو سره شریک شول، تر څو د هغوی په بنسټ او خلکو اړتیاوو ته پام سره؛ اغیزناک خدمات هېوادوالو ته وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار