په ننګرهار کې ۲۵۶ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
أربعاء, يوليو 23 2025 1:31 مساء
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه ۲۵۶ تنه ځوانانو ته په مختلفو (خیاطۍ، موبایل ترمیم، واسکټ ګنډلو، سولر او مولد ترمیم، بوټ ګنډلو او بیک کنډلو) حرفو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول دکار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه داده، چې په ټولنه کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي؛ په فني او حرفوي زده‌کړو د ځوانانو سمبالول؛ په کارموندنه او بېکارۍ کچې کمښت کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې استازی؛ له زده‌‌کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې له یادو فرصتونو او وخت څخه په ښه شکل استفاده وکړي ترڅو وکولی شي، د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو تر پای ته رسولو وروسته د ماهرو کارګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار