په کابل کې ۷۰ تنو معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
ثلاثاء, يوليو 29 2025 10:03 صباحا
معلول مجاهدین

 

د امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په همغږۍ ۷۰ تنو معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.
یاد مجاهدین به د خیاطۍ، د کمپیوتر زده‌کړې، د موبایل ترمیم، د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم، د موټرسایکل او موټر ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته د کار بازار ته د ماهرو کارګرو په توګه وړاندې شي.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیم‌الله صراح په خپلو خبرو کې وویل: تاسو هغه فداکار او مخلص کسان یاست، چې د اسلامي او عادل نظام د حاکمیت په لار کې مو نه یوازې خپل وخت، بلکې د خپل وجود غړي قرباني کړي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او ټينګښت لپاره مو نه‌ستړې کېدونکې هلې‌ځلې ترسره کړې دي. دا قربانۍ مو د قدر وړ دي او موږ ستاسو خدمت ته ژمن یو.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو همکارو ادارو په همغږۍ ژمن دی، چې معلول مجاهدین به په ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې تثبیت او تشخیصوي او د هر ولایت په کچه به هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو او هستوګنې مناسب مرکزونه ترتیب او تنظیم کړي، ترڅو دوی وکولی شي مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي.
ورپسې د فني او حرفوي زده‌کړو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي عبدالغني وفا هم په خپلو خبرو کې معلولو مجاهدینو ته ډاډ ورکړ، چې تر نظري او عملي زده‌کړو وروسته به د کار او ټولنیز چارو وزارت په اړوندو حرفو کې ورته د کار زمینه هم برابره کړي، ترڅو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي. 
په پای کې معلولو مجاهدینو هم د خپلو ستونزو د حل، د ژوند شرایطو د ښه کولو او د شته ضرورتونو د پوره کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار