بلخ کې ۵۰۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
أربعاء, أغسطس 06 2025 8:56 صباحا
Balkh

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۰۰ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برنامه پرانېسته.

په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې، چې د بلخ ولایت مرستیال والي او د ځینو نورو ادارو مسؤلینو هم حضور درلود، د کار چارو معین په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره د مخدره توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او د هغو کښت، پروسس او قاچاق صفر ته راټیټ شوي دي، ترڅنګ یې په ټول هېواد کې په نشه‌یي توکو د روږدو اشخاصو درملنه ترسره او هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري تر ۷ زرو څخه ډېرو له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي، چې له نېکمرغه دا برنامه په بلخ ولایت کې هم پیل او نن یې د پرانېستې شاهدان یو.

مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: ۵۰۰ تنو ته د خیاطۍ، بوټ‌ګنډلو، بېګ‌ګنډلو، د برېښنايي وسایلو د ترمیم او د ودانیو د برېښنا په حرفو کې د شپږو میاشتو لپاره د زده‌کړو لړۍ پیل او هڅه کېږي، چې تر فراغت وروسته پر هغوی کاري وسایل هم ووېشل شي، ترڅو د ماهرو کاریګرو په توګه د خپلو کورنیو د نفقې د تأمین مسؤلیت واخلي او د سالمو انسانانو په څېر بیاځلې له ټولنې سره یو ځای شي.

د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ، معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامې د پېلېدو، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې او بهرنیو هېوادونو ته د ماهرو کاریګرو د اعزام په برخو کې د وزارت فعالیتونو ته په اشارې سره، ژمنه وکړه چې د دې برنامو د پراختیا لپاره به له هر ممکن فرصت څخه ګټه واخیستل شي؛ ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.

ورپسې د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو او فعالیتونو څخه په مننې سره، د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایل او په دې ولایت کې یې د تر کار لاندې پروژو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار