د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د پلان‌جوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

media_admin
اثنين, أغسطس 18 2025 3:43 مساء
planning

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري؛ دا ځل د مقام اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو انفرادي کلنی پلان‌جوړونې ترعنوان لاندې یو ورځینی روزنیز پروګرام جوړشو.

د دې روزنیز پروګرام په پیل کې، د مقام د دفتر رئیس حافظ محمد حسن‌منور په خپلو خبرو کې د پلان پر تطبیق، په یوه اداره کې د پلان په ارزښت، په فعالیتونو کې د همغږۍ، د لاسته‌راوړنو ارزونه او څارنه، په چارو کې شفافیت، ستونزو او ننګونو پېژندنه او د حل لارو موندل، پر وخت سره د چارو ترسره کولواو په ورځینو چارو کې د همکارۍ په اړه هر اړخیزه خبرې وکړي.

ورپسې د پالیسۍ او پلان رئیس مولوي محب‌الله حبیبي هم په خپله وینا کې د دې روزنیزې برنامې د ارزښت او ګټو د بیان سربېره، د دې برنامې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې په غوره توګه استفاده وکړي.

د یادونې وړده، چې د پلان د جوړښت، کلني پلان، د کلني پلان په ارزښت، څرنګوالي، د پلان په ډولونو، ځانګړڼو او اهمیت په اړه ګدونوالو ته هر اړخیز معلومات د یاد ریاست د پلان د طرح او تدوین آمر میرویس نیازي له لوري وړاندې شول.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار