په ارزګان کې د ۸۰ تنو په ظرفیت یو باب روزنتون پرانیستل شو

media_admin
اثنين, أكتوبر 05 2026 10:13 صباحا
ارزګان

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۸۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته نجونو د حمایت لپاره یو باب روزنتون فعاله شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست غونډې ته د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج قاري عزیزالله جهادمل په خپلو خبرو کې وویل: د دغه روزنتون په فعالېدو سره به یادو ماشومانو ته د ژوند سالم چاپیریال ترڅنګ د زده‌کړو او سالمې روزنې زمینه برابره شي او د نورو اساسي  اړتیاوو د پوره کولو لپاره به هغوی ته لازم خدمات وړاندې شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د ټولنې موجوده اړتیاوو په پام کې نیولو سره د زیان سره مخ اقشارو ستونزو د حل په موخه هلې ځلې وکړي او د هغوی  ته مناسب چاپېریال برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده پرانیست غونډه کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي محمدرفیق خادم، د لواء قوماندان محترم شیخ‌الحدیث بیضاوي، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو امر مولوي عبدالسلام جیاد او د اقتصاد ریاست رئیس محترم مولوي ذبیح‌الله طالب‌یار هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 26 2026 10:45 صباحا
Background image

عقد اجتماع الدوري الثامن للمجلس الأعلى للعمل

 

عقد المجلس الأعلى للعمل اجتماعه الدوري الثامن برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبد المنان عمري، وبمشاركة ممثلي الاتحادات العمالية وغرف أفغانستان، وذلك بهدف متابعة. . .

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 12:32 مساء
Background image

شارك معين شؤون العمل في ندوة تدريبية نظّمها إدارة إصلاح شؤون السجون وألقى كلمة فيها

شارك معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وألقى كلمة في ندوة تدريبية نظّمها إدارة إصلاح شؤون السجون، بهدف تحسين تنظيم الأعمال وتطوير آلاتها.

و. . .

اثنين, أكتوبر 19 2026 11:19 صباحا
Background image

عقد الاجتماع الدوري السابع للمجلس الأعلى للعمل

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، برئاسة معين شؤون العمل، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، الاجتماع الدوري السابع للمجلس الأعلى للعمل، بهدف تقييم مقترحات غرف الصناعة والتعدين ومتابعة. . .

باز گشت به اخبار