ماشومان په حرکت کې تر عنوان لاندې پروګرام رهبرۍ غونډه جوړه شوه.

publish
أربعاء, سبتمبر 11 2019 3:52 مساء
3

دغه ناسته چې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د UNICEF، UNHCR، IOM استازو هم برخه لرله، چې د ماشومان په حرکت کې پروګرام رهبري کمېټې پر کاري لایحې او د یو شمیر نورو ادارو په شاملو هر اړخیزې خبرې و شوې.

د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د ماشومانو په برخه کې د اروپایي ټولنې او نورو مرسته کوونکو هیوادونو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې ماشومان په حرکت کې پروګرام د رهبرۍ کمیټې موخه د د پروژې په جریان کې د نظارت، لارښوونې، وکالت او تصمیم نیوونې له لارې د پروژې ښه پای ته رسول دي، هغه همدارنګه د هغو ماشومانو په اړه چې په ایران کې ژوند کوي او یا هم بیرته هیواد ته رد مرز کیږي خبرې و کړې او د یادو ماشومانو حالت یې خراب و ښود او د یادو ماشومانو ستونزو ته د رسیدو او اسانتیاوو پر برابریدو یې ټینګار و کړ.

ښاغلي جیلاني همدارنګه وویل، هغه ماشومان چې له ایران څخه په زور را ویستل کیږي، ورسره ښه رویه نه کیږي، زیاته یې کړه، هغه ډله ماشومان چې له ایران څخه په زور را ویستل کیږي، لازمه ده چې د هیواد په مرزي سیمو کې ورته یو مرکز جوړ شي، څو یاده ډله ماشومان تر پوښښ لاندې و نیسي او د ښې راتلونکې په پار ورته لازمې کړنې ترسره کړي او همدارنګه د پولیو ناروغۍ د انتقال څخه د مخنیوي په موخه لازمه ده، چې د پولیو واکسین خدمات هم ورته برابر شي.

په دې ناسته کې د UNICEF، UNHCR، IOM استازو هم د ماشومان په حرکت کې پروګرام د رهبرۍ د کارونو په ښه توګه پر مخ وړلو، کاري لایحې او نورو ادارو په شاملولو هر اړخیزې خبرې و کړې او پریکړه پر دې شوه، چې د عامې روغتیا، پوهنې او کډوالو چارو وزارتونه هم باید په رهبرۍ کمېټه کې شامل او د تخنیکي کارونو پر مخ وړلو لپاره د یوه تخنیکي کميټه هم جوړه شي.

د ویلو دی، چې په ۲۰۱۸ کال کې یونیسف ـ افغانستان د نړیوالې ټولنې سره یو قرارداد لاسلیک کړی وه، چې موخه یې پر هغو ماشومانو چې په ایران کې اوسیږي او یا هم له ایران څخه را ویستل کیږي، د هغوی پر راتلونکې او حقوقو پانګونه او د له یوه هیواد څخه بل هیواد ته د پولیو ناروغۍ څخه مخنیوی وه.  

 

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:18 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعين

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بممثلي الصناعين التابعين للقطاع الخاص، ومسؤولي المصانع والشركات.

خلال هذا اللقاء،. . .

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

باز گشت به اخبار