هڅه کوو له مختلفو لارو چارو او طريقو څخه په ګټنې د بې سرپرسته ماشومانو د حقوقو خوندي کولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونه جوړ کړو.

publish
ثلاثاء, ديسمبر 10 2019 2:38 مساء
3

دغه خبره د ټولنيزو چارو مرستيال او د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست غلام حيدر جيلاني د ماشومانو اونۍ پرانست غونډه کې و کړه، نوموړي زياته کړه چې له دې ډول پروګرامونو يې موخه د بې سرپرسته ماشومانو حقوقو خوندي کول او ټولو هيوادوالو ته د بې سرپرسته ماشومانو پيغام رسول دي.
دغه غونډه د غازي سټديوم د واليبال جمنازيوم او د واليبال سياليو فاينل لوبې پرمهال په دې موخه جوړه شوې وه، څو د لوبغاړو او سپورت له لارې ګڼ شمير هيوادوالو ته د ماشومانو پيغامونه و رسول شي.

د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني په دې برخه کې د اولمپيک او بدني روزنې رياست مشرتابه نه د مننې ترڅنګ له ټولو هيوادوالو و غوښتل، څو د بې سرپرسته ماشومانو د حقوقو خوندي کولو لپاره خپل ايماني او وجداني مسؤليت ادا او د دې ماشومانو د روزلو په برخه کې همکاري و کړي.

غونډه کې د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي او د ملي اولمپيک کمېټې مشرتابه هم خبرې و کړې، دوی د کار او ټولنيزو چارو وزارت دغه نوښت و ستايه او پر هيوادوالو يې غږ و کړ، څو د بې سرپرسته ماشومانو حقوقو خوندي کولو کې همکاري و کړي.

د ويلو دی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ماشومانو اونۍ د لا ښې نمانځې او ټولو هيوادوالو ته د ماشومانو پيغام رسولو په موخه د واليبال جمنازيوم څلورو خواوو، د لوبغاړو او ټولو ګډونوالو پر سينو د ماشومانو حقوقو خوندي کولو مختلف شعارونه لږولي او تومبلي وو.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار