افغان ـ کوريا انستيتيوت کې د کوريا هيواد فرهنګي مرکز پرانستل شو.

publish
ثلاثاء, ديسمبر 10 2019 2:45 مساء
4

دغه مرکز نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي او د افغانستان لپاره د کوريا هيواد سفير له خوا، افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت کې د پټۍ په پريکولو سره پرانستل شو.

د مرکز د پرانستې پر مهال د افغانستان لپاره د کوريا هيواد سفير، افغانستان د کوريا يو ښه دوست هيواد ياد کړ، زياته يې کړه، چې افغانان او کوريا خلک زيات ګډ مشترکات لري، نوموړي وويل، چې په دې مرکز کې د کوريا هيواد اړوند معلوماتي کتابونه، سريالونه او سندرې ليدونکو ته د نمايش لپاره ايښودل شوي دي؛ د کوريا سفير همدارنګه وويل چې د دې مرکز له لارې به د مسؤلو کسانو له خوا د کوريا هيواد اړوند مخکنيو ستونزو او اوسنيو پرمختګونو په اړه ليدونکو سره معلومات شريکيږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې له افغانستان په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د دوست هيواد کوريا له مرستو او افغان ـ کوريا انستيتيوت کې د ياد هيواد د فرهنګي مرکز جوړولو په پار مننه او د دې مرکز جوړيدل يې د دواړو هيوادنو د فرهنګي نظرياتو د تبادلې لپاره يو ښه فرصت ياد کړ.

ښاغلي هاشمي شاګردانو ته په خطاب وويل، چې موږ بايد له تير وختونو او ناخوالو څخه په تجربې بايد خپل راتلونکی ښه جوړ کړو او له هر فرصت څخه په ګټنې خپل ځان او ټولنې ته د خدمت مصدر و ګرځو.

افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت مسؤل مير جلال الدين هشام بيا وويل، چې دې مرکز څخه د انستيتيوت له شاګردانو علاوه نور هيوادوال هم کولای شي، ليدنه و کړي.
د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت ۲۰۰۴ کال کې د کوريا هيواد په مرسته جوړ او تر دې مهاله ورڅخه تر ۷۰۰۰ زيات هيوادوالو د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې فراغت پاڼې تر لاسه کړې دي.

 

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار