د کارکوونکو ظرفیت لوړول؛ د هرې ادارې بنسټیزه اړتیا ده.

publish
سبت, يناير 18 2020 2:58 مساء
۳

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ په کاري بهیر کې د چټکتیا، د کار کوونکو مسلکي پوهې او کاري ظرفیت لوړولو او همدا راز ښاریانو ته د اغیزمنو او ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د ظرفیت لوړونې درې اړین ښوونیز کاري پروګرامونه د وزارت د ظرفیت لوړونې آمریت له خوا جوړ شول، چې په پایله کې به تر سلو ډیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دویمو واحدونو کارکوونکي ترې ګټه پورته کړي.

د ظرفیت لوړونې لمړۍ پروګرام د اداري مراسلاتو او پلان په برخه کې د ۱۳۹۸ کال د جدې له اوومې تر نولسمې نیټې پورې وو، چې د کابل ښار د وړکتونو لوی مدیریت ۳۸ تنه کارکوونکو پکې ګډون درلود او له یادې برنامې څخه برخمن شول.

د ظرفیت لوړونې دویمه برنامه هم د مراسلاتو او پلان په برخه کې د جدې له یوویشتمې د دلوې تر دریمې پورې ده، چې د وړکتونونو ۴۰ تنه لوی مدیران به له هغې څخه برخمن شي.

همدارنګه په اوسني عصر کې د انګلیسي  ژبې اهمیت ته په کتو او په ځانګړې ډول په ټکنالوژیک میدان کې د هغې څخه په استفادې سره  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري منابعو ریاست د وړکتونونو لوی ریاست؛ ۲۷ تنو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې درې میاشتنۍ برنامه د جدې په څلوریشتمه پیل کړه.

د یادولو وړ ده، چې د ظرفیت لوړونې یادو دریو برنامو څخه به کار او ټولنیزو چارو وزارت د دویمو واحدونو ټولټال ۱۰۵ تنه کارکونکي برخمن شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أبريل 05 2026 2:39 مساء
Background image

قدّمت رئاسة التقنين وحقوق العمل 1060 استشارة قانونية مكتوبة وشفهية

بعد عودة حاكمية إمارة أفغانستان الإسلامية، تمكّنت رئاسة التقنين وحقوق العمل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية من تقديم 630 عنواناً من الاستشارات القانونية المكتوبة و430 استشارة. . .

سبت, أبريل 04 2026 1:34 مساء
Background image

في العام الماضي، تمت متابعة يقارب 15000 قضية اجتماعية لأطفال معرضين للخطر

تمكنت رئاسة حماية الطفل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال عام 1404، من متابعة آلاف القضايا المتعلقة بالأطفال، وذلك من خلال تنفيذ برامج دعم واسعة، إضافة إلى تقديم التوعية. . .

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

باز گشت به اخبار