معلوماتو ته لاسرسی؛ له وينا تر عمله

publish
ثلاثاء, أكتوبر 06 2020 1:16 مساء
2

بې له شکه چې معلوماتو ته لاسرسی د ولسواکو او مدرنه حکومتونو يوه مهمه ځانګړتيا دی.

هغه معلومات چې د دولتي بنسټونو په واک کې دي، همغو ته لاسرسی دمعلوماتو د لاسرسي په نامه ياديږي، چې هم په نړيوالو قوانينو او هم د افغانستان اساسي قانون پنځوسمه ماده کې د يو بشري حق په توګه پيژندل شوي دي.

د افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي قانون په يوه معتبره درجه بندۍ کې د نړۍ په سطحه يو غني قانون پيژندل شوی دی.

په همدې حال کې بيا د قانون درلودل يوه خبره اما په سمه توګه د هغه پلي کول بله مهمه خبره ده، د همدې قانون پر بنسټ ټول دولتي بنسټونه او ادارې مکلفې دي؛ څو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او ناکاميو اړوند معلوماتو له غوښتونکي سره شريک او ځواب ويونکي اوسي.

په دې وروستيو کې د افغانستان د رونټيا څار ( ديده بان شفافيت) ادارې له خوا د نړيوالو معيارونو او ارزونې او د معلوماتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو څخه د ارزونې په موخه يوه سروې ترسره شوې وه، چې د ياد بنسټ د ارزونو په اساس د کار او ټولنيزو چارو وزارت يو له ځواب ويوونکو ادارو څخه پيژندل شوی دی او د شل سروې شوېو ادارو په منځ کې يې پنځمه درجه ګټلې ده.

دغه درجه د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته د رونټيا څار ( ديده بان شفافيت) له خوا د دې وزارت د ويب سايټ د څيړنې، د معلوماتو ته د لاسرسي ادرس رامنځ ته کولو، ځواب ويلو، د مالي او اداري چارو مرستيال مسعود الله اورياخيل او د دې وزارت د معلوماتو ته د لاسرسي مسؤل سره د مرکو له امله ور کړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار