کونړ کې د بېلابېلو موسساتو له استازیو سره د همغږۍناسته وشوه

media_admin
أحد, سبتمبر 28 2025 1:30 مساء
کنړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل‌دره کې؛ زلزله ځپلو کورنیو ته او له زیان سره مخ اقشارو ته، د مرستو د رسولو په موخه د بېلابېلو مرستندویو موسساتو له استازیو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

 یاده ناسته کې د کونړ ولایت د کار او ټولنيزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر، د څوکۍ ولسوال مولوي ابراهيم ثاقب، د مرستو د وېش کمېټې مسئول او پېښو سره د مبارزي رئیس مولوي محمد مبین مفتون شتون درلود.  

په پیل کې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محب الله عمر په خپلو خبرو کې له مرستندویو بنسټونو  له مرستو او هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ له ټولو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او موسساتو څخه د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شویو کورنیو ته د سرپناه، کرنې، روغتیا، پوهنې، د څښاک اوبو، سرکونو، کاري فرصتونو او نورو پرختیايې پروژو د تطبیق په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

په پای کې په افغانستان کې د بشري چارو ناظم اندریکي‌راټ‌ولټ، د اوچا ادارې مرستیاله کېټ کیري، د UNHCR دفتر مشر عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر کوربیناانست او په افغانستان کې د نمیک حیدروف د دفتر مشر په خپلو خبرو کې زلزله ځپلو کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاريو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

ثلاثاء, أبريل 14 2026 3:31 مساء
Background image

عُقد الاجتماع الدوري للجنة توفير فرص العمل للعائدين إلى الوطن

عُقد الاجتماع الدوري للجنة توفير فرص العمل للعائدين إلى الوطن، برئاسة معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارات شؤون. . .

ثلاثاء, أبريل 14 2026 2:47 مساء
Background image

انطلاق ورشة تدريبية لمدة ثلاثة أيام لمفتشي العمل

انطلقت ورشة تدريبية لمدة ثلاثة أيام لمفتشي العمل، نظمها رئاسة تفتيش العمل والإرشاد في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، بالتنسيق مع رئاسة التخطيط والسياسات، وذلك بهدف رفع قدرات 90 مفتشاً. . .

باز گشت به اخبار