د کار مفتشینو ته درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media_admin
ثلاثاء, أبريل 14 2026 2:47 مساء
کار مفتشین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري او د کار انسټیټیوټ او د  پلان او پالسۍ ریاستونو په همغږۍ د وزارت ۹۰ تنه د کار مفتشینو ته د ظرفیت‌لوړولو په موخه د نوي کاري لارښود او پوښتنلیکونو په اړه د معلوماتو ورکولو او انفرادي کاري پلان جوړونې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې د کارکوونکو د ظرفیت‌لوړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، دا ډول روزنیز پروګرامونه د اداري اصلاحاتو او د خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ په ځانګړې ډول د کار مفتشینو ظرفیت‌لوړول به په کاري چاپېریال کې د لا زیات شفافیت او عدالت ټینګښت ته لاره هواره کړي.
همداراز، مولوي احمدزي زیاته کړه، چې په اداري چارو کې اطاعت او د مسئولیت منل د چارو د چټکتیا، شفافیت او اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم او د پام وړ رول لري.
ورپسې د کار تفتیش او لارښوونې رئیس مولوي عبدالمتین‌ مولوي‌زاده  هم په خبرو کې د یاد روزنیز ورکشاپ په ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د راسپارل شويو مسئولیتونو په غوره او مسلکي شکل ترسره کولو، په چارو کې اطاعت، صداقت، اخلاص، امانت‌دارۍ او همغږۍ د رامنځته کولو، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، په خپل وخت سره د ستونزو د حل، د کاري بهیرونو معیاري کولو، له نويو کړنلارو او لارښود سره د کارکوونکو لا ښه بلدتیا، د شته اصولو او قوانینو په رڼا کې د چارو ترسره کول به په اداري چارو کې د کار او فعالیت د کیفیت په لوړولو او د کاري قوانینو د ښه تطبیق په برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د یادلو وړ ده؛ چې د یاد درې ورځیني روزنیز ورکشاپ اصلي موخه د کار مفتشینو د فعالیت لپاره د نوي جوړ شوي لارښود توضیح ده؛ ترڅو وکولی شي؛ په کاري چاپېریال کې د غوره شفافیت او عدالت ټینګښت  ته لاره هواره شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أبريل 14 2026 9:54 صباحا
Background image

تخرّج أكثر من 40000 شاب من برامج التعليم الفني والمهني خلال العام الماضي

 

صرّح بذلك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال حفل تخرّج 128 شاباً من أحد المراكز الخاصة للتعليم الفني والمهني.

وقد تخرّج هؤلاء. . .

أحد, أبريل 12 2026 11:36 صباحا
Background image

تفتيش 470 مؤسسة حكومية وغير حكومية خلال العام الماضي

تمكّنت رئاسة تفتيش العمل والإرشاد التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال العام الماضي، من تفتيش وتقييم 470 مؤسسة حكومية وغير حكومية، بما في ذلك الشركات الإنتاجية وشركات الاتصالات. . .

أربعاء, أبريل 08 2026 3:09 مساء
Background image

بحث معين شؤون العمل مع وزير الاقتصاد سبل تعزيز فرص التوظيف وتقوية التنسيق الاقتصادي

عقد معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، برفقة وفد مرافق، لقاء وزير الاقتصاد الحاج قاري دين محمد حنيف، حيث بحثا جملة من القضايا ذات الصلة.

ف. . .

باز گشت به اخبار