د کار مفتشینو ته درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۴۷
کار مفتشین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري او د کار انسټیټیوټ او د  پلان او پالسۍ ریاستونو په همغږۍ د وزارت ۹۰ تنه د کار مفتشینو ته د ظرفیت‌لوړولو په موخه د نوي کاري لارښود او پوښتنلیکونو په اړه د معلوماتو ورکولو او انفرادي کاري پلان جوړونې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې د کارکوونکو د ظرفیت‌لوړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، دا ډول روزنیز پروګرامونه د اداري اصلاحاتو او د خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ په ځانګړې ډول د کار مفتشینو ظرفیت‌لوړول به په کاري چاپېریال کې د لا زیات شفافیت او عدالت ټینګښت ته لاره هواره کړي.
همداراز، مولوي احمدزي زیاته کړه، چې په اداري چارو کې اطاعت او د مسئولیت منل د چارو د چټکتیا، شفافیت او اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم او د پام وړ رول لري.
ورپسې د کار تفتیش او لارښوونې رئیس مولوي عبدالمتین‌ مولوي‌زاده  هم په خبرو کې د یاد روزنیز ورکشاپ په ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د راسپارل شويو مسئولیتونو په غوره او مسلکي شکل ترسره کولو، په چارو کې اطاعت، صداقت، اخلاص، امانت‌دارۍ او همغږۍ د رامنځته کولو، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، په خپل وخت سره د ستونزو د حل، د کاري بهیرونو معیاري کولو، له نويو کړنلارو او لارښود سره د کارکوونکو لا ښه بلدتیا، د شته اصولو او قوانینو په رڼا کې د چارو ترسره کول به په اداري چارو کې د کار او فعالیت د کیفیت په لوړولو او د کاري قوانینو د ښه تطبیق په برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د یادلو وړ ده؛ چې د یاد درې ورځیني روزنیز ورکشاپ اصلي موخه د کار مفتشینو د فعالیت لپاره د نوي جوړ شوي لارښود توضیح ده؛ ترڅو وکولی شي؛ په کاري چاپېریال کې د غوره شفافیت او عدالت ټینګښت  ته لاره هواره شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ؛ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار مفتشینو ته درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري او د کار انسټیټیوټ او د  پلان او پالسۍ ریاستونو په همغږۍ د وزارت ۹۰ تنه د کار مفتشینو ته د ظرفیت‌لوړولو په موخه د نوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د تېر مالي کال په څلورمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د تېر مالي کار په څلورمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره. . .

بیرته خبرونو ته