ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ۷۷۱۳۶۰ افغانیو په ارزښت یې د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار پر ارزښت، مسلک ته پر ژمنتیا او د ورکړل شویو کاري وسایلو د اغېزمنې او سمې استفادې په اړه تفصیلي خبرې او سپارښتنې وکړې.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له فارغشویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زدهکړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده وکړي، ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل وګرځي.
د یادولوده، چې یاد کاري وسایل د ډاکار همکارې موسسې له لوري پر فارغ شویو ځوانانو ووېشل شول.
