په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media_admin
اثنين, يوليو 27 2026 11:52 صباحا
کندز

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې مناسبت جوړې‌شوې غونډې ته د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني د ټیکا همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: که څه هم د روزنتون ودانۍ له وړاندې موجوده وه، خو د وخت په تېرېدو یې اساسي بیارغونې ته جدي اړتیا پیدا شوې وه، چې د ترکیې دوست هېواد د ټیکا موسسې په مالي ملاتړ نه‌ یواځې د روزنتون ودانۍ په بشپړه او معیاري توګه ورغول شوه، بلکې د زده‌کوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېلابېلو اړینو تجهیزاتو هم سمبال شوه.

مولوي حقاني د خپلو خبرو په دوام وویل: دا مهال په یاد روزنتون کې ټولټال ۱۴۰ تنه یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان تر مستقیمې روزنې او پالنې لاندې په وړیا توګه د استوګنې، ښوونې، روزنې او نورو اړینو خدماتو څخه برخمن دي.

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د دغو ماشومانو لپاره د سالمې روزنې، باکیفیته زده‌کړو، هوسا ژوند او د مناسب چاپېریال برابرول د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اساسي مسئولیتونو څخه شمېرل کېږي، او ژمن یو چې په ټولنه کې له زیان سره د مخ ماشومانو د هر اړخیز ملاتړ او هوساینې لپاره خپلې هڅې لا پراخې او پیاوړې کړو.

د ټیکا همکارې موسسې استازي هم په خپلو خبرو کې وویل: د روزنتون د اساسي بیارغونې چارې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او پروژې ټولیز لګښت له ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو څخه زیات و، چې په ترڅ کې یې د روزنتون ودانۍ په معیاري او بنسټیزه توګه ورغول شوه، ترڅنګ یې د زده‌کوونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اړینو تجهیزاتو او اسانتیاوو هم سمبال شوه، چې ددې پروژې موخه د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره د خوندي، معیاري او مناسب روزنیز او استوګنیز چاپېریال رامنځته کول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه والی دی.

 

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار