د کار چارو مرستیال سره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ( UN) اړوند ادارو مسؤلینو لیدنه

naweed_admin
سبت, مارس 26 2022 10:18 صباحا
Y

د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ( UN) اړوند ادارو استازو سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
په ناسته کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ( UN) اړوند ادارو( ILO, UNDP,UNCEF ) استازو د کار چارو مرستیال سره د لیدنې پر مهال، افغانستان کې د یادو ادارو موخو او کړنو اړوند معلومات شریک او د اسلامي امارت سره په ګډه همکارۍ یې د افغانانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ژمنتیا و ښوده. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د ملګرو ملتونو سازمان ادارو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هیواد کې د کار، ټولنیزو چارو اړوند یو مسؤل وزارت دی، هڅه کوي، څو په کور دننه له ټولو ملي او نړیوالو ادارو سره په ګډه د بې کارۍ او بیوزلۍ ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي. 
نوموړي همدارنګه په هیواد کې د میرمنو حقوقو او کار، ماشومانو پر وضعیت او معتادینو ته د رسیده ګۍ اړوند هم خبرې و کړې او د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان اړوند ادارو استازو ته په خطاب وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، څو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو ته د اصولو په چوکاټ کې د کار او فعالیت زمینه برابره او همکاري و کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار