د کړنو د ښې همغږۍ او چارو د لا ښه والي په موخه د يوې جامع طرحې ليکلو او ترتيب لپاره دویمه ناسته وشوه

naweed_admin
اثنين, أبريل 11 2022 12:34 مساء
ص


په قندهار ناسته کې د عالیقدر اميرالمؤمنين په لارښوونه‌, دکارونو لا ښه والي، د کړنو د همغږۍ،  او په ښه توګه د عوايدو را ټوليدو په موخه د يوې جامع طرحې جوړولو لپاره د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مشرتابه د تیرې غونډې پر دوام د لسګونو کاري کمیټو د همغږۍ او انسجام لپاره دا ځل دکار او ټولنیزو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي شرف الدین شرف تر مشرۍ لاندې دویمه ناسته وشوه. 
په دې ناسته کې د ګدايۍ مخنيوي، د سوالګرو او معتادينو را ټولولو، په هوايي ميدانونو کې بهرنيو وکړو ته د کار جواز رياست لا ښه فعاليت، له هيواده بهر د کارګرو حقوقو څخه دفاع، د فني او حرفوي زده کړو هغو فارغانو ته چې لا هم دندې نه لري د ډيتابيس جوړول، د کار بازار مطابق د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کول، په ټول هيواد کې د وزارت اړوند کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د کارموندنې او بې کارۍ د کمښت لپاره د جامعې طرحې جوړول او د ماشومانو د درندو کارونو څخه د مخنيوي په موخه د کورنيو او بهرنيو نهادونو ملاتړ، یې هغه لسګونه کاري کمیټې دي چې خپلې مفصلې طرحې په مشروح او بش‍پړ ډول ناستې ته وړاندې کړي.
په یاده ناسته کې د ټولو لسګونو کمیټو طرحو نیمګړتیاوې په ګوته شوې او د اصلاح او غوره والی لپاره یې وړاندیزونه او معقول نظریات شریک شول. 
د یادولو وړ ده چې د لسګونو کمیټو ټولې طرحې به په نږدې راتلونکې کې به یوې جامع او ټولشموله عمومي طرحه کې توحید او منسجمې شي او د اسلامي امارت مشرتابه ته به د توشیح لپاره وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار