د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تشکیل اړوند مشورتي ناسته و شوه

naweed_admin
أحد, أبريل 17 2022 6:45 مساء
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تشکیل اړوند مشورتي ناسته د وزارت د سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په شمول، د وزارت مقام دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف، د وزارت مقام د ټولنيزو چارو سلاکار رياض احمد محمد، د مهارتونو د پراختیا عمومي رئيس مولوي عبدالواحد فایز، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محب الله حبیبي، د روزنتونونو عمومي رئیس فیضان احمد کاکړ، د کار تفتیش رئیس بشیر احمد راسخ، د مالي او حسابي رئیس حاجي خالد نوید، د بشری سرچینو رئيس مولوي حضرت محمد طیب، وړکتونونو تدریسي رئیس مولوي رحيم الله صراح اود فني او حرفوي زده کړو مرکزونو رئیس مولوي میرحاتم امیري هم ګډون درلود. 
دغه ناسته چې د قران کریم په مبارکو آیتونو پيل شوه؛ د پرانستې وینا او ناستې د موضوع اړوند د کار او ټولنیزو چارو سرپرست خبرې و کړې و یې ویل: لکه څنګه چې په تیر حکومت کې د حکومت کاري ساحه ډیره کمه وه؛ خو تشکیل یې زیات وه، له ښه مرغه چې اوس ټول هیواد کې امارت اسلامي حاکم دی نو لازمه ده، چې د دې پر ځای چې د تشکیلاتو پر تنقیص فکر و شي، باید تشکیل لا زیات شي او په ښه توګه او مستدللو دلایلو د تشکیل دفاع او تنقیصاتو څخه مخنیوی وشي. 
په ناسته کې د وزارت مقام د دفتر رئيس د چارو ادارې له خوا د راغلي رسمي مکتوب او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تشکیل اړوند مشترکې ناستې ټاکل شوي وخت اړوند د ناستې ګډونوالو سره معلومات شریک شول. 
د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري ارزښت اړوند خبرې و کړې او په ټول هیواد کې یې د چارو د لا ښه والي په موخه د تشکیلاتو تنقیص د وزارت په زیان و باله او غوښتنه یې و کړه، چې د وزارت تشکیلات باید له دې نور زیات تنقیص نه شي. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت بیا د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو سکتوري وزارت دی، نه تنها دا چې تشکیل تنقیص شي، باید د تشکیل لا زیاتوالي ته زمینه برابره شي. 
په ناسته کې د روزنتونونو، د مهارتونو د پراختیا، مالي او حسابي، بشري سرچینو او کار تفتیش رئيسانو هم خبرې و کړې او د اوسنی تشکیل پاتې کیدل او دفاع یې اړینه و بللله. 
د ویلو دی، چې د ناستې په پای کې یوې کاري کمیتې ته دنده و سپارل شوه، څو په ښه همغږۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سره ملتیا و کړي؛ څو د چارو اداره کې د تشکیل اړوند ناسته کې د وزارت د تشکیل له تنقیصاتو څخه ښه دفاع ترسره شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار