افغان جايکا د فني او حرفوي زده کړو مرکز ته د لارموندنې په موخه کانکور آزموينه واخيستل شوه

naweed_admin
سبت, مايو 21 2022 8:06 مساء
Q

د د دولسم صنف د څه باندې درې سوه تنه فارغانو څخه چې د افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کرو مرکز ته د لار موندنې په موخه يې نوم ليکنه کړې وه؛ نن ورڅخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه، چې له دې ډلې به ۱۲۰ تنه د ياد مرکز کمپيوټر او تعميراتي برق څانګو کې جذب شي. 
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت؛ شاګردان ښو او مسلکي زده کړو ته تشويق او په چارو کې يې ورته د بريا هيله وکړه. 
مولوي مخدوم زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کاري چارو د تنظيم د يو مسؤل وزارت په توګه هڅه کوي؛ څو له مختلفو لارو چارو په کور دننه او بهر کارګرو ته د کار زمينه برابره کړي. نوموړي وويل، هڅه کوي؛ څو  له هيواده بهر هم د افغان کارګرو ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا او د يو رسمي ميکانيزم له لارې ورته رسيده ګي وکړي. 
د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: کسب لرونکی شخص د الله ج دوست دی او کسب د ټولنې مهمه اړتيا ده او هغه کسان چې د فني او حرفوي زده کړو له لارې ځان، کورنۍ او هيواد ته خدمت کوي؛ هم د الله ج دوستان دي.
نوموړي د ازموينې له ګډونوالو و غوښتل؛ څو په ښه توګه خپل درسونه تعقيب او ټولنې ته د خدمت مصدر و ګرځي. 
د ويلو دی، چې د افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کړو مرکز لپاره د کانکور ازموينې او د ياد مرکز له تدريسي محيط څخه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) هم ليدنه وکړه او د لا ښه نظم او تدريس  په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

أحد, ديسمبر 14 2025 9:25 صباحا
Background image

قام معين الشؤون العمل بزيارة رسمية إلى مديرية أشين بمحافظة ننجرهار

قام معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى مديرية أشين بمحافظة ننجرهار، بالمشاركة وإلقاء كلمة في حفل تخرّج عدد من. . .

أربعاء, ديسمبر 03 2025 1:49 مساء
Background image

تخرّج ۹۰ شاباً من التعليم الفني والمهني في كابول

 

تخرّج ۹۰ شاباً من الفئات المتضررة من مركز التعليم الفني والمهني، وذلك بجهود وتنسيق رئاسة تنمية المهارات التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، حيث حصلوا على شهادات التخرّج.

وفي. . .

أحد, نوفمبر 30 2025 8:52 صباحا
Background image

التقی وزير العمل والشؤون الاجتماعية بمسؤولي اتحاد إرسال العمالة الأفغانية إلى الخارج


التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري في مكتبه برئيس اتحاد إرسال العمالة الأفغانية إلى الخارج الحاج نور الله فدوي والوفد المرافق له، وبحث معهم القضايا ذات. . .

باز گشت به اخبار