له قانون څخه د متخلفه ماشومانو سره د مرستې لپاره د دولس‌اړخیز هوکړه‌لیک د تطبیق کمیسیون مشرتابه ناسته وشوه

naweed_admin
سبت, يونيو 10 2023 1:27 صباحا


دغه ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په مشرۍ؛ په‌داسې حال کې چې د وزارت مقام د فتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف، د وزارت نورو کارکوونکو هم ګډون درلود؛ د دولسو هغو  دولتي ادارو استازو په ګډون جوړه شوه چې د ماشوم ساتنې په برخه کې فعالیت او ونډه لري.
په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه سربیره د کورنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت،  د زندانونو د تنظیم د چارو اداره، د مشرتابه د احکامو او فرمانونو د تعقیب څخه د څارنې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست،افغاني  سرې میاشتې ټولنې او کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون درلود.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري  په خپلو خبرو کې په اسلام کې  یتیم، بې‌سرپرسته او لار ورکو ماشومانو او په ټوله کې د ماشوم کفالت او د هغه  حقوقو ته پاملرنه مهمه وبلله او په دې برخه کې د دولس‌اړخیز کمیسیون د ټولو ادارو د لازمې پاملرنې غوښتونکی شو. 
په یاده ناسته کې د دولس‌اړخیز هوکړه‌لیک د بیا تطبیق، د هوکړه‌لیک د تطبیق پر وړاندې د هرې ادارې د ستونزو، د ټولنیزو کارکوونکو د استخدام پر څرنګوالې، دغړو ادارو د شمیر پر زیاتوالي، په دې برخه کې د فعالو مؤسساتو سره په هم‌غږۍ هراړخیز بحث وشو او هم ټینګار وشو چې دا  ناستې به د ټولو اړخونو په ګډون د ماشوم ستونزو ته د رسیدنې په موخه دوام پیدا کوي.
د یادولو وړ ده چې د دولس‌اړخیز کیسیون هوکړه‌لیک په ۱۳۸۸هجري لمریز کال کې رامنځته شو  چې بیا وروسته یې د غړو شمیر ۱۲ ادارو ته ورسید او موخه یې له قانون څخه د متخلف ماشوم اصلاح، حقوقو ته یې رسیدنه او له ټولنې  او کورنۍسره د هغه سالم بیا ادغام دی.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 24 2025 3:53 مساء
Background image

توزيع أدوات العمل على 216 من المحتاجين والفقراء في كابول

بفضل جهود وزارة العمل والشؤون الاجتماعية وبالتنسيق شركائها، تم توزيع أدوات عمل على 216 شخصاً من المحتاجين والفقراء الذين تم تحديدهم من خلال مسح خاص في مديرية شكردرة بمحافظة كابول، وذلك. . .

اثنين, أغسطس 18 2025 2:23 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس عام للبنك الأفغانستان

بهدف متابعة تعهدات المؤتمر الوطني للعمل، وتعزيز وتنمية المشاريع الصغيرة والمتوسطة في المجتمع، وتوفير المزيد من التسهيلات للمستثمرين المحليين والأجانب، التقى معين الشؤون العمل الحاج. . .

اثنين, أغسطس 11 2025 8:48 صباحا
Background image

تخرج 126 شخصاً من التعليم الفني والمهني في محافظة لوجر

 

شارك معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مراسم تخرج الشباب من المركز التعليم الفني والمهني التابع للوزارة في محافظة لوجر وألقى كلمة. . .

باز گشت به اخبار