له قانون څخه د متخلفه ماشومانو سره د مرستې لپاره د دولساړخیز هوکړهلیک د تطبیق کمیسیون مشرتابه ناسته وشوه
دغه ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په مشرۍ؛ پهداسې حال کې چې د وزارت مقام د فتر رئیس ملا شرفالدین شرف، د وزارت نورو کارکوونکو هم ګډون درلود؛ د دولسو هغو دولتي ادارو استازو په ګډون جوړه شوه چې د ماشوم ساتنې په برخه کې فعالیت او ونډه لري.
په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه سربیره د کورنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت، د زندانونو د تنظیم د چارو اداره، د مشرتابه د احکامو او فرمانونو د تعقیب څخه د څارنې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست،افغاني سرې میاشتې ټولنې او کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون درلود.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې په اسلام کې یتیم، بېسرپرسته او لار ورکو ماشومانو او په ټوله کې د ماشوم کفالت او د هغه حقوقو ته پاملرنه مهمه وبلله او په دې برخه کې د دولساړخیز کمیسیون د ټولو ادارو د لازمې پاملرنې غوښتونکی شو.
په یاده ناسته کې د دولساړخیز هوکړهلیک د بیا تطبیق، د هوکړهلیک د تطبیق پر وړاندې د هرې ادارې د ستونزو، د ټولنیزو کارکوونکو د استخدام پر څرنګوالې، دغړو ادارو د شمیر پر زیاتوالي، په دې برخه کې د فعالو مؤسساتو سره په همغږۍ هراړخیز بحث وشو او هم ټینګار وشو چې دا ناستې به د ټولو اړخونو په ګډون د ماشوم ستونزو ته د رسیدنې په موخه دوام پیدا کوي.
د یادولو وړ ده چې د دولساړخیز کیسیون هوکړهلیک په ۱۳۸۸هجري لمریز کال کې رامنځته شو چې بیا وروسته یې د غړو شمیر ۱۲ ادارو ته ورسید او موخه یې له قانون څخه د متخلف ماشوم اصلاح، حقوقو ته یې رسیدنه او له ټولنې او کورنۍسره د هغه سالم بیا ادغام دی.