د وزارت په اړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لنډه پېژندنه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ۱۳۵۹ لمریز کال کی د یو شمېر هغو ادارو د ادغام په پایله کې منځته راغی، چې په غیرمنسجم او پراګنده ډول یې د کار او ټولنې د هوساینې په برخو کې یې فعالیتونه درلودل، چې (د کار او ټولنیزو تأمیناتو لوی ریاست) په نوم ونومول شو او د هغه وخت د وزیرانو شورا په چوکاټ کې د دولتي ادارې مرکزي ارګان په توګه په فعالیت پیل وکړ. وروسته بیا په ۱۳۶۳ کال کې یاد ریاست د (د کار او ټولنیزو تأمیناتو دولتي ادارې) په نوم د یوې مستقلې ادارې په توګه وپېژندل شو. په ۱۳۶۷ کال د میزان په میاشت کې یې نوم یو ځل بیا تغییر وکړ او د «د کار او ټولنیزو تأمیناتو مرکزي ادارې» په نامه د رتبې څخه په لوړه کچه منظور او فعالیتونه یې د دولتي او غیردولتي ادارو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو مؤسساو په کچه پر مخ بیول.
په ۱۳۶۹ کال کې د وړکتونونو او روزنتونونو ریاستونه او د مېرمنو ټولنه چې کاري ساحه او شعارونه یې (د ټولنې هوساینه او ټولنیز خوندیتوب) وو، د هغه وخت دولت د ۵/۳/۱۳۶۹ نېټې د ۸۱۶ ګڼې فرمان په اساس له یادې ادارې سره مدغم او د ملي شورا له تأیید وروسته نوموړې ادارې د وزارت کچې ته ارتقاء وکړه.
په ۱۳۷۶ کال کې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په لومړۍ دوره کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځل بیا په مافوق رتبه کې لوی ریاست ته تنزیل شو.
د لنډمهالې ادارې په منځته راتلو سره دا ریاست یو ځل بیا د وزارت کچې ته لوړ او په ۱۳۸۵ کال کې د وخت ادارې د ۲۳/۵/۱۳۸۵ نېټې د ۱۹۰۳ ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوځای شو او هغه مهال یې د کار معینیت، ټولنیزو چارو معینیت، مالي او اداري معینیت سربېره د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت هم درلود او په ۳۴ ولایتونو کې یې ریاستونه فعال وو.
په ۱۳۹۷ هجري شمسي کال کې د وخت ادارې د ۱۵/۷/۱۳۹۷ نېټې د ۷۵ ګڼې فرمان له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه جلا او د یوې مستقلې ادارې په توګه یې فعالیت ته دوام ورکړ، چې بیا وروسته د همدې کال د مرغومي ۲۹ نېټې د ۱۳۲ ګڼې فرمان له مخې یاده اداره د ( د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) تر عنوان لاندې جوړه شوه.
د تقاعد خزینې لوی ریاست د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۲/۵/۱۳۸۲ نېټې د ۸۱ګڼې وړاندیز په اساس او وخت د دولت رئیس د ۱/۶/۱۳۸۲نېټې د ۳۴۳۲ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای شوی و او په ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کې د وخت جهمور رئیس د ۱۵/۱۱/۱۳۹۸ نېټې د ۲۵۵۴ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چوکاټ څخه بېل او د مالیې له وزارت سره یوځای شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان اسلامي امارت له کلیدي وزارتونو څخه دی، چې په هېواد کې د غوره کار ترویج، او کار د نورو برخو تنظیم او ترتیب، ټولنیز خوندیتوب، بې سرپرسته ماشومانو او ښځو لپاره د ټولنیزې هوساینې د خدمتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
پر دې سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت نور مسوولیتونه په لاندې ډول یادولای شو:
- په هېواد کار د غوره ترویجول؛
- په هېواد کې د بېکارۍ کچې د کمښت په موخه هراړخیزې هلې ځلې کول؛
- په هېواد کې د زیانمنو اقشارو لپاره د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کول؛
- په افغانستان کې د ماشومانو د کار او په ځانګړې توګه د شاقه کار له منځه وړل؛
- په ټولنه کې ګوښه شویو یا منزوي اقشارو ته پاملرنه او د ناانډولیو له منځه وړل؛
- بېکاره هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو د زمینې برابرول او هغوی ته حتیالوس د کاري وسایلو ویش؛
- د هغه قوانينو وضع کول، چي د معلولو کسانو او مېرمنو ملاتړ وکړي او پياوړي کړي؛
- له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زدهکړو ورکول؛
- خپلو کورنیو ته د رد مرزي ماشومان سپارل.
و منالله توفیق
آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها
د کارموندنې خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .
د کارموندنې خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .