په سپین‌بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مېشت تخنیکي ټیم د نورو همکارو امارتي ادارو په مرسته؛ د راستنیدونکو هیوادوالو ثبت ته دوام ورکړی

naweed_admin
أحد, نوفمبر 26 2023 7:09 صباحا


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظيم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپين‌بولدک ولسوالۍ کې د دې وزارت مېشت تخنىکي ټىم د مهاجرینو آمریت او نورو امارتي ادارو په مرسته  د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ټولټال ۵۱۵ کورنۍ چې۲۹۰۷ تنه کیږي په سىستم کې ثبت او دوى ته په اړوندو برخو کې خدمات ترسره کړل.
کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ د کاري فرصتونو د موندنې کمیټې په وینا د پنجشنبې په ورځ ۲۱۴ کورنۍ چې ۱۱۹۶ تنه کیږي او د جمعې په ورځ  ۳۰۱ کورنۍ چې ۱۷۱۱ تنه کیږي؛ په خپل معلوماتي بانک کې ثبت کړي دي؛ چې په هغوی کې د قرآن عظیم‌الشان حافظان، بکلوریا، فوق بکلوریا، لیسانس، ماسټر، ماهر ګارکران، او غریب‌کاره هیوادوال شامل دي.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمیټه په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د راستنیدونکو هیوادوالو کاري مهارتونه، تحصیل او تجربې ثبتوي؛ ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوی د کاري فرصتونو په موندلو کې اسانتیا رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار